غزه کې د اسراییلو د هوايي حملو دوام؛ له ۶۰ ډېر فسلطنيان وژل شوي

غزه کې له بمبارۍ وروسته د سیمې انځور

د غزې په جنوبي او مرکزي برخو کې د اسراییل په پرونیو هوايي حملو کې له ۶۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

یوه حمله په هغه سیمه کې شوې چې اسراییل یې د امن ساحه بولي او د اسراییلي پوځ د بریدونو له وېرې بې‌ځایه شوي کډوال په‌کې دېره دي.

که څه هم اسراییلو ویلي چې د غزې په شمال او جنوب کې یې د خپلو پراخو ځمکنیو عملیاتو شدت کم کړی او خپل ځواکونه یې په شا کړي، خو په تېرو څو ورځو کې د اسراییلي پوځ حملو په پرله‌پسې ډول فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

اسراییل پر امن سیمه چې د مدیترانې سمندرګي په اوږدو کې شاخوا ۶۰ کیلومتر مربع ساحه رانغاړي او اسراییلو بې‌ځایه شویو فلسطیني کډوالو ته هلته د استوګنې لارښوونه کړې تقریباً هره ورځ هوايي حملې کوي.