د امریکا د ویرجینیا ایالت د استېناف یوې محکمې پرون حکم وکړ چې د امریکا د پوځ سرتېري جاشوا ماست باید هيڅکله د جګړې یوه یتیمه ماشومه د اولاد په توګه نه وای منلې.
محکمې د دې افغانې ماشومې د ساتنې حکم، چې امریکايي سرتېري له درېیو کلونو راهیسې اتکا پرې کوله هم باطل اعلان کړ.
د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو دې سرتېري له څو کلونو راهیسې د دې ماشومې چې په ۲۰۱۹م کال کې د جګړې پر مهال یتیمه شوې وه، د ساتنې د قانوني حق د ترلاسه کولو هڅه کوله، خو د محکمې پروني حکم د ده ټولې هڅې پر اوبو لاهو کړې.
دا یتیمه ماشومه دوه میاشتې وروسته پنځه کلنه کېږي.