هاریس د ټرمپ له  انتخاباتي ملګري څخه په یوه تلوېزیوني مناظره کې د برخې اخیستو غوښتنه کړې

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامېلا هاریس

د ولسمشر جوبایډن د انتخاباتي کمپاین یو چارواکي پرون وویل چې د ولسمشر مرستیالې کامېلا هاریس د جمهوریپال کاندید ډونالډ ټرمپ له انتخاباتي ملګري سناتور جې ډي وېنس څخه غوښتي دي چې د اګست په ۱۳مه د سي‌بي‌ایس CBS شبکې په بلنه له دې سره په تلوېزیوني مناظره کې برخه واخلي.

مېرمن هاریس وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ سناتور وېنس په سږنیو انتخاباتو کې د خپل مرستیال په توګه غوره کړ هغه ته یو غږیز پیغام استولی.

مېرمن هاریس له دې مخکې له سي‌بي‌ایس تلوېزیوني شبکې سره د مناظرې شرایط منلي وو، خو د ټرمپ کمپاین هڅه کوله چې دا مناظره د فاکس نیوز شبکې له لارې وشي مګر د بایډن کمپاین ورسره ونه منله.