رومانیا وايي تمه لري چې په څو میاشتو کې له امریکا سره د ایف۳۵ جنګي الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړي.
د روسیې له تېري اندېښمن، اروپایي هېوادونو دفاعي لګښتونه ډېر کړي دي.
د تېر کال په سپټمبر کې رومانیا وویل، دوی پلان لري چې د ۶.۵ ميلیارد ډالرو په ارزښت دوه دېرش باله، ایف۳۵ F-35 الوتکې له امریکا واخلي.
د رومانیا د دفاع وزیر انجیل ټیلوار د سهشنبې په ورځ د جولای په ۱۶مه وویل، پهدې تړون کې لوژستیکي او روزنیز خدمتونه، د الوتنې برابرول او مهمات شامل دي.
رومانیا تر اوسه له ناروې څخه ۳۲ایف شپاړس جنګي الوتکې او ۱۷ نور الوتکې له پرتګال اخیستي.