د روسيې د سايبري امنيت يو شرکت په امريکا کې د خپل فعاليت د ځنډولو خبر ورکړی دی.
د روسیې د سایبري امنیت شرکت کاسپرسکي وايي، په امریکا متحدهایالاتو کې د دغه شرکت د سافټویر تر بندیز وروسته به په امریکا کې خپل ټول فعالیت وځنډوي.
دغه مسکو مېشته شرکت د سهشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، کاسپرسکي به په تدریجي ډول په متحدهایالاتو کې خپل عملیات وځنډوي او د جولای له ۲۰مې څخه به امریکا کې پوستونه لهمنځه یوسي.
تېره میاشت، د متحدهایالاتو د سوداګرۍ وزارت د کاسپرسکي سافټویر په پلور باندې بندیز اعلان کړ، دلیل یې دا و چې له دغو محصولاتو څخه د امریکایانو د حساسو معلوماتو په برخه کې ناوړه ګټه اخیستل کېدای شي.
کاسپرسکي د امنیتي ګواښ خبره رد کړې وه.