اسرييلو ايران ته د جاسوسۍ په تور درې کسان نيولي

د اسراییل بیرغ

اسرايیلي رسنیو د سه‌شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هېواد درې اتباع د ایران اسلامي جمهوریت ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي او محاکمه به شي.

د دغو راپورونو له‌مخې دا درې واړه تورن دي چې د ایران د یوه استخباراتي اجنټ په غوښتنه یې په تېرو میاشتو کې په اسرايیلو کې ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

دا درې کسان د (شباک)د اسراییلو د داخلي امنیت سازمان او د اسراییلو د پولیسو د نړیوالو تحقیقاتو د څانګې له‌خوا نیول شوي او د څه مودې لپاره ترې تحقیقات کېدل.

پر دوی د لګېدلو تورونو خبر د سه‌شنبې په ورځ هغه مهال خپور شو چې څارنوالۍ د دوی پر ضد درې تورونه محکمې ته وړاندې کړل.

د اسراییلو د داخلي امنیت سازمان رسنيو ته په خپله خبرپاڼه کې د دغو درېيو کسانو د نيولو، څېړنې او محکمې ته د هغوی وړاندې کول تاييد کړل.