سېف ده چلډرن: د وروستيو سېلابونو له امله ۱۵۰۰ افغان ماشومان بې‌کوره شوي

ارشیف: په ننګرهار کې یوه سېلاب ځپلې سیمه

د ماشومانو د ساتنې موسسې یا "سيف ده چلډرن" ویلي، ۱۵۰۰ افغان ماشومان په وروستیو خونړیو سېلونو کې بې‌کوره شوي دي.

دې موسسې سه‌شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د ننګرهار، کونړ او لغمان په هغو ولسوالیو کې چې توپانونه او بارانونه شوي لږترلږه اته‌نیم لکه ماشومان اوسېږي.

له‌دې ډلې د دې ادارې په خبره د یو نیم زر ماشومانو کورونه ړنګ شوي او اوس بې‌کوره پاتې دي.

په ننګرهار کې لږترلږه د څلورو سوو کورونو د تخریب خبره شوې ده.

"سېف ده چلډرن" اندېښنه ښوولې چې په ختیځو سیمو کې دا طبیعي پېښې دوه میاشتې وروسته له هغه وشوې چې په بغلان او نورو ولایتونو کې مرګونو سېلونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله چې لویه برخه یې ماشومان وو.

لسګونه زره کسان هم بې‌کوره کېدو ته اړ شول چې ماشومان او ښځې په‌کې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوي.