نن د سرطان ۲۶مه په افغانستان کې د جمهوريت د تاسيس ۵۱مه کليزه ده.
له نن څخه ۵۱ کاله وړاندې داود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شاه د څلور لسیزو شاهي نظام نسکور او د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کې د جمهوریت بنسټ کېښود.
سردار محمد داود خان د کودتا له بریا وروسته په لومړنۍ وینا کې ولس ته وویل، دا کار یې د اصلاحاتو او د اصلاحاتو په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په هدف کړی دی.
د کودتا پر مهال د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه د روم په بهرني سفر بوخت و او د مهمو چارو سرپرستي د هغه د تره د زوی سردارولي پر غاړه وه.
د سردار داود خان د جمهوریت په لومړنیو کلونو کې په بېړه پر پنځو کلنو کې پر انکشافي پلانونو کار وشو.
ان ځینې مهمې پروژې لکه د سلما بند، د کمال خان بند او یو شمېر نورې چې په دې وروستیو کلونو کې بشپړې شوې، هغه مهال طراحي او ډیزاین شوې وې.
داود خان په افغانستان پنځه کال واکمني وکړه، خو د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه نېټه د خلق دیموکرات ګوند پرې کودتا وکړه چې په پایله کې داود خان د کورنۍ له ۱۷ غړیو سره یو ځای ووژل شو.