په کینیا کې د ۴۲ ښځو په وژنې تورن مشکوک کس نیول شوی

ارشیف: د کینیا پولیس د عملیاتو پر مهال

د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د ۴۲ ښځو په وژنې تورن مشکوک کس نیول شوی دی.

د روېټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا ۳۳ کلن مشکوک کس کولینز جومایسي خالیسیا نومېږي.

دې کس د ۲۰۲۲م کال راهیسې د خپلې ښځې په ګډون ۴۲ ښځې وژلي دي.

د کینیا پولیسو دغه مشکوک کس پرون سهار په یوه میخانه کې هغه مهال ونیوه چې د اروپا د فوټبال پایلوبه يې ننداره کوله.

رویټرز په خپل راپور کې د کینیا د پولیسو په حواله ویلي، د وژل شویو ښځو له ډلې د نهو جسدونه په یو کان کې موندلي دي.

د پولیسو په خبره، د وژل شویو ښځو عمرونه د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي.

د کینیا پولیسو ویلي، مشکوک کس د ۴۲ ښځو په تېر ایستلو، وژلو او په کان کې پر غورځولو يې اعتراف کړی دی.

د دوی په خبره، د مشکوک کس له کوره يې موبایلونو، لپ ټاپ، تذکرې او د ښځو د جامو په ګډون شواهد موندل شوي دي.

تراوسه د دې قتلونو انګېزه معلومه نه ده.