خیبرپښتونخوا کې پر یوې امنیتي پوستې برید؛ دوه سرتېري وژل شوي او شپږ ټپيان دي

پرون په بنو کې هم وسله والو برید خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د خیبرپښتونخوا په ډیره‌ اسماعیل خان کې نن سهار د جولای ۱۶مه پر یوې امنیتي پوستې په وسله‌وال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي، برید د ډيره‌ اسماعیل خان په کړي شموزۍ کلي کې شوی دی.

د چارواکو په خبره، د دواړو خواو ترمنځ جګړه روانه ده او درې بریدګر وژل شوي دي.

تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

پرون د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه نظامي مرکز په برید کې اته پوځیان وژل شوي وو.

د چارواکو په خبره، په پروني برید کې ۷۷ کسان ټپیان شوي وو.