طالبان: له‌دې وروسته به د پاسپورټ غوښتونکو ته يوه اوونۍ کې پاسپورټ ورکول کېږي

په هرات کې د پاسپورټ دفتر مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه

د طالبان تر کنټرول لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، له‌دې وروسته د پاسپورټ غوښتونکي په یوه اوونۍ کې پاسپورټ ترلاسه کولی شي.

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عبدالکریم حسیب نن په یوې خبرې غونډه کې وویل: "هفته‌وار به خلکو ته نوبت ورکول کېږي، په کومه اوونۍ کې چې چا ثبت نام وکړ، په همغه اوونۍ کې به يې نوبت رسېږي او خپل پاسپورټ به ترلاسه کوي."

د حسیب په خبره، د نوملیکنې سایت به هفته‌وار خلاص وي او د ظرفیت مطابق به په‌کې د پاسپورټ د غوښتونکو نومونه ثبتېږي.

بل پلو، نن د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، سبا به د کابل په درېیو برخو دارالامان، قلعه زمان خان او تنګي تره خېل کې د پاسپورټونو د وېش څانګې پرانېزي.

د هغه په خبره، له دې څانګو به په ورځني ډول دوه زره پاسپورټونه متقاضیانو ته وېشل کېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې ډېر شمېر خلک د پاسپورټ د اخیستلو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو چې د دوی په خبره، د پاسپورټ اخیستلو لپاره باید میاشتې میاشتې انتظار وباسي.