ډاکتر عبدالله د ننګرهار سېلاب‌ ځپليو سره د مرستې غوښتنه کړې

د تېر جمهوري نظام د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله

د تېر جمهوري نظام د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په ننګرهار کې د وروستیو ورښتونو او توپانونو له کبله ګڼ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې پر اوښتو خواشیني ښودلې ده.

عبدالله نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر د طبیعي پېښو له کبله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او له ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو يې غوښتي چې د پېښې له قربانیانو سره مرستې وکړي.

پرون د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې سختو وروښتونو او توپانونو لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د طالبانو په کنټرول کې د عامې روغتیا وزارت ویلي، د مړو شویو کسانو شمېر ۴۰ او ټپیانو ۳۴۷ ته رسېدلی دی.

په ننګرهار کې د روغتیايي مسوولانو په خبره، وېره شته چې مرګ‌ژوبله لوړه شي، ځکه د بارانونو او ږلۍ له امله په ډېرو سیمو کې سېلونه راوتلي دي.