بغلان کې ترافیکې پېښه؛ ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي

ارشیف: په شمال کې د یوې مخکېنۍ ترافیکي پېښې انځور. په دې پېښه کې هم خلکو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په بغلان ولایت کې په یوه ترافیکې پېښه کې ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومندانۍ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي: "پېښه نن سهار د خنجان ولسوالۍ په شمالي سالنګ کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړنکې بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ نارینه، ۲ ښځې او ۳ ماشومان شامل دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د پېښه ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د پېښې علت څرګند نه‌دی، خو خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي معمولاً په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.