بلېنکن: په غزه کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې کچه لا هم لوړه ده

په غزه کې د اسراییلو له بمباریو وروسته د سیمې یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن دوو اسراییلي چارواکو ته ویلي، په غزه کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچه لا هم لوړه او دوی ته د نه منلو ده.

بلېنکن د دوشنبې په ورځ د اسراییل د ستراتېژیکو چارو له وزیر ران ډېرمیر او د ملي امنیت له سلاکار تزاچي هنیګبي سره وکتل.

تر دغې لیدنې کتنې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته ویلي، بلېنکن دغو اسراییلي چارواکو سره په غزه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه.

دا په‌داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځ په‌دې وروستیو کې د کډوالو پر یوه پنډغالي او څو هغو ښونځیو خونړي بریدونه وکړل چې ملکیانو په‌کې پناه اخیستې وه.

د اسراییل د دغو بریدونو په غبرګون کې حماس ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي د سولې له خبرو په شا شول او له‌دې کار سره د اوربند او اسراییلي برمته شویو د خلاصون چارې نورې هم پېچلې شوې.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي، له تېر اکټوبر میاشتې راهیسې تر اوسه ۳۸زره ۵۸۴ کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.