ځينې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي

د ایټالیا بیرغ

یو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي.

بلومبرګ خپرونې په دې اړه نن د جولای په ۱۶مه یوه لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې په وینا، واک ته د طالبانو له راتګ درې کاله وروسته ښايي دا اقدام په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې په لور یو ګام وي.

ورځپاڼه زیاتوي، ایټالیا په‌دې برخه کې ګامونه پورته کړي او په تېرو څو اوونیو کې یې د حقیقت موندنې یو پلاوی کابل ته تللی دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تیجاني تایید کړه چې د دوی اوسنی سفیر چې په قطر کې دېره دی، کابل ته تللی دی.

نوموړي تېره اوونۍ په واشنګټن کې د ناټو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل، دوی په‌دې برخه کې کار کوي او د دوی یو پلاوی افغانستان ته تللی دی.

خو د جرمني، بریتانیا او فرانسې چارواکو ویلي، دوی په کابل کې د خپلو سفارتونو د پرانیستلو سمدستي پلان نه‌لري.

تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.