​​​​​​​اسراییلو د امریکا تر بندیزو لاندې یو سوریایی سوداګر وژلی

سوریایی سوداګر محمد برا کترجي چې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو.

د اسراییل په هوایي برید کې د سوریې دننه هغه مشهور سوریایی سوداګر وژل شوی چې د امریکا تر بندیزونو لاندې و.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د سوریې د دولتي رسنیو او د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله ډلې په حواله ویلي چې د دغه سوداګر محمد برا قاطرچي موټر پرون دوشنبه د بې پيلوټه الوتکې هدف وګرځېد.

خبر کې راغلي، دغه سوریایی سوداګر د برید پر مهال له لبنان څخه سوریې ته روان و.

د غزې له جګړې سره هممهاله اسراییل وخت نا وخت په سوریه او لبنان کې د حزب‌الله او نورو هغو وسله‌والو ډلو اهداف په نښه کوي چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.

حزب‌الله بیا د فلسطینیانو په ملاتړ د اسراییل پر سرحدي سیمو نژدې هره ورځ توغندي ورتوغوي.