ټرمپ په رسمي توګه د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید شو

د عکس ښي لور ته ۳۹ کلن سناتور جیمز ډېوېډ ونس او چپ لور ته ډونالډ ټرمپ. ټرمپ جیمز ډېوېډ ونس د مرستیال ولسمشرۍ لپاره کاندید کړ.

ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند له‌خوا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید شو.

د جمهوري غوښتونکي ګوند څلور ورځنۍ ملي مجمع پرون په میلواکي کې پيل شوې ده.

ټرمپ د دې ګوندي غونډې په پيل کې ۳۹ کلن جیمز ډېوېډ ونس د مرستیال ولسمشرۍ لپاره کاندید کړ.

جې ډي ونس د اوهایو ایالت سناتور دی.

ټرمپ دوه ورځې مخکې تر یوه برید لاندې راغی او لږ څه ټپي شو، خو له دې پېښې سره سره یې خپلې انتخاباتي منډې ترړې پرې‌نه‌ښودې.

اخوا په یوه بل تحول کې د امریکا د فلوریډا ایالت د محکمې یوه قاضي پر ډونالډ ټرمپ باندې د محرمو اسنادو د ساتلو دوسیه رد کړه.

پر ټرمپ تور و چې له ولسمشرۍ دورې وروسته یې هم محرم اسناد ساتلي وو.