له افغان او سوريايي کډوالو سره د ترکي ځواکونو د ناوړه چلند پېښې ثبت شوي

ارشیف: د ترکیې په یوه سرحدي سیمه کې افغان کډوال پلې روان دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، له افغان او سوري کډوالو سره یې د ترکي ځواکونو د ناوړه او غیر انساني چلند ګڼې پېښې ثبت کړي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې دا خبره کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور د ترکیې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې تر ارزونې مخکې خپور کړی او هیله یې ښودلې چې په ترکیه کې د ټولو وحشیانه، غیرانساني، له سپکاوي ډک چلند او سزاوو په اړه څېړنې وشي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه ريپوټ کې راغلي چې ترکیې ته اوښتي افغان او سوريايي کډوال شکنجه شوي، ډزې پرې شوي او بېرته په خشونت سره شړل شوي دي.

په تېرو څو کلونو په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱م کال له اګست را وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول له ایرانه ګڼ شمېر افغان کډوال ترکیې ته په اوښتو او یا په لار کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا تر نیولو وروسته په ډېر بد شکل وهل شوي او بېرته شړل شوي.

راپورونه وايي، د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې د ترکي ځواکونو په ډزو سره لږترلږه دوه افغان پناه غوښتونکي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.