نن د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ده

ارشیف: په بلخ کې د عاشورا د مراسمو د نمانځنې یو مخکینی انځور

نن د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ده.

د افغانستان په شمول د نړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې دا ورځ په خاصو مراسمو سره نمانځل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د عاشورا د مراسمو لپاره یې خاص امنیت نیولی دی.

له دې سره سره د کابل او ځینو ولایتونو یو شمېر خلک شکایت کوي چې طالبانو د محرم په میاشت کې په مراسمو یو لړ بندیزونه لګولي دي.