اسراییلو د تېرې اوونۍ له بریدونو وروسته، نن یو ځل بیا د غزې پر جنوبي او مرکزي سیمو بریدونو ته زور ورکړی څو پر حماس ډلې چې امریکا او اورپايي ټولنه يې د ترهګریز سازمان په توګه پېژني، فشار زیات کړي.
اسراییلو تېره اوونۍ د فلسطینیانو پرهغوو کمپونو چې "امن سیمې" نومول شوې وې، بریدونه وکړل.
اسراییلو ویلي وو، دا بریدونه يې د حماس ډلې پر مشرانو کړي دي.
پر ګڼ مېشتې مواسي سیمې د اسراییلو له بریدونو وروسته د دې سیمې خلک وايي، نهپوهېږي چې چېرته ته لاړ شي.
پر دې سیمې له بریدونو وروسته پر سړکونو یوازې سوځېدلي موټرې، د انسانانو د جسدونو ټوټې او ویجاړ شوي کورونه پاتي دي.
مواسي د خان یونس ښار په لوېديځ کې موقعیت لري او اسراییلو وروسته له هغې دا سیمه "امن سیمه" اعلان کړه چې ډېر شمیر فلسطینیانو پهکې پناه واخیسته.
اسراییلو ویلي، په دې سیمه کې يې د حماس ډلې قومندان محمد ضیف چې پر اسراییلو د اووم د اکتوبر د حملې طراح و، وژلی دی.
د حماس دا برید پر غزې د جګړې د پیل سبب شو.