د قرغزستان په جنوب کې سېلابونو راوتلو له امله بېړنی حالت اعلان شوی

قرغزستان کې یوه سېلاب ځپلې سیمه

د قرغزستان په جنوب کې د اوش ښار چارواکو د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې وروسته په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په سیمه کې له پرون راهیسې د تېزو بارانونو او د سېلابونو له کبله څلور کسان مړه شوي دي.

د جولای په ۱۵مه د یوې ۴۴ کلنې ښځې او د هغې د درېیو لورګانو او د یوې بلې ښځې مړینه تایید شوي ده.

سیمه‌ییز چارواکې وايي، د اوونۍ په پای کې د اق بورا د سیند اوبه ډېرې شوې او شاوخوا کليو او بازارونه ته ننوتې وې.

تر دې مخکې چارواکو ویلي وو، سختو بارانونه د ځمکې ښوېدنې او سېلابونو لامل شوي دي.