طالبانو په سرپل کې د موسیقۍ شاوخوا سل الې سوځولي

دا الې د امربالمعروف وزارت د لارښوونو پر بنسټ راټولې او سوځول شوي دي.

طالبانو په سرپل ولایت کې د موسیقۍ شاوخوا سل الې سوځولي دي.

د افغانستان کورنیو رسنیو نن د جولای ۱۵مه د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د بیان په حواله ويلي: "د موسیقۍ، ساز او سرود الې او ورته نورو وسایل له راټولېدو وروسته سوځول شوي دي."

په بیان کې وړاندې ویل شوي، دا الې د امربالمعروف وزارت د لارښوونو پر بنسټ راټولې او سوځول شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې پر هر ډول موسیقۍ بندیز لګولی او له دې وړاندې يې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د موسیقۍ الې سوځولي دي.