د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان د امریکا په میجرلیګ کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.
د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۵مه نېټه په مېجرلیګ کې د می نیویارک او ټکساس سوپرکینګز لوبډلو سیالي وکړه چې سوپرکینګز د ۱۵ منډو په تفاوت وګټله.
په دې سیال کې راشدخان چټکه پنځوسیزه ووهله، هغه د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ په ۲۳ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
دغه راز په توپ اچونه کې یې په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې وسوځوله.
د ویلو ده چې اوسمهال ګڼ شمېر افغان لوبغاړي په بیلابیلو سوداګریزو لیګونو کې په سیالیو بوخت دي.