د طالبانو مشر په کندهار کې له خپلو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي

AFGHANISTAN-POLITICS

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د دفاع وزارت له سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا امنیتي ناسته پرون په کندهار کې وشوه او مسوولانو په‌کې د خپلو کارونو په اړه توضیحات ورکړي دي.

د طالبانو مشر په کندهار کې اوسېږې او عموماً په عام محضر نه څرګندېږي، خو د طالبانو له مشرانو او چارواکو سره وخت ناوخته ګوري او لارښوونې ورته کوي.

د نجونو او ښځو پر حقونو د محدودیتونو او بندیزونو د لګولو په ګډون د طالبانو د حکومت تقربیاً ټولې پرېکړې د دوی مشر کوي.