په تهران کې د اذربایجان سفارت بېرته خپلې چارې پیل کړي

په تهران کې د اذربایجان د سفارت مخکېنۍ ودانۍ

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وزارت نن د جولای ۱۵مه ویلي، د دوی سفیر او د سفارت کارکوونکې بېرته تهران ته ستانه شوي دي.

د دې وزارت په خبره، د دوی ډپیلوماټیک ماموریت به له نوې ودانۍ چې د ساتنې مسوولیت يې د ایران پر غاړه دی، کار پیل کړي.

باکو د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په پای کې تر وسله‌وال برید وروسته سفارت وتړه او ټول کارکوونکې يې له ایرانه وویستل.

هغه مهال بریدکوونکې د سفارت د ګاردانو مشر وژلی و او د سفارت دوه نور کارکوونکې يې ټپیان کړي وو.

د ایران د عدلیې وزارت په خبره، شکمن کس تر توقیف او یو کال محکمې وروسته په اعدام محکوم شوی دی.