خيبر پښتونخوا کې پر یوه نظامي مرکز برید شوی؛ نظامیانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د بنو کې نظامي مرکز ته ورغلې ټولې لارې تړل شوې دي.

د خیبرپښتونخوا په بنو کې نن سهار د پاکستاني پوځیانو پر یوه نظامي مرکز چاودنې مرګژوبله اړولې ده.

امنیتي سرچینو د ازادي راډيو مشال څانګې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په برید کې درې پوځیان وژل شوي او د پوځیانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، چاودنه نن سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه چې وسله‌والو د چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغې نظامي مرکز مخې ته وچاوه او وروسته دننه ورغلل.

په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال په خبره، د وسله‌والو او پوځیانو ترمنځ نښته روانه ده.

بل پلو، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یو بیان کې بیا ادعا کړې چې برید يې ناکامه کړی او درې وسله‌وال يې وژلي دي.

د چاودنې مسوولیت د ګل بهادر سره تړلې جیش فرسان محمد ډلې منلی دی.

دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د یو برید مسوولیت مني.