د ازادۍ او مقاومت جبهو په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو او یوه ټپي کېدو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو دوه مخالفې ډلې ادعا کوي چې تېر ماښام یې په کابل کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم وسله‌والې ډلې پر خپله ایکس شبکه يا پخواني ټویټر لیکلي، د دوی وسله‌والو د کارته نو په سیمه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر ګرځنده ګزمې برید کړی دی.

دوی وړاندې ویلي چې برید کې يې دوه طالب سرتېري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو بلې مخالفې ډلې هم چې مشري یې احمد مسعود کوي، په یوه برید کې د طالبانو د استخباراتو د دوو غړو د وژلو ادعا کړې ده.

دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېر ماښام یې د غزني اډې په سیمه کې د طالبانو هغه ګزمه په نښه کړې چې پر موټر سایکل ګرځېده.

خپلواکو سرچینو او د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.