په میدان وردګو ولایت کې یوې ترافیکي پېښې دوه تنه مړه کړي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د راپور له مخې د میدان وردګو د امنیه قومندانۍ ویاند یوسف اسرار ویلي، پېښه پرون یکشنبه میدان ښار کې د زراعت لېسې مخې ته شوې ده.
د هغه په خبره، پېښه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
د ترافیکي قوانینو نه مراعات، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د مرګونو ترافیکي پېښو لوی لاملونه دي.