ټرمپ د جمهوریپالو په ملي کنګره کې د ګډون په هدف میلواکي ته ولاړ

په میلواکي کې د ډونالډ ټرمپ ملاتړي د ده د هرکلي لپاره ولاړ دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د جولای په ۱۴مه د جمهوریپالو په ملي کنګره کې د ګډون په هدف د ویسکانسن ایالت میلواکي ښار ته ولاړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه کنګره نن دوشنبه پرانیستل کېږي چې ترڅ کې به یې ټرمپ د جمهوریپالو له‌خوا د ولسمشریزو ټاکنو د رسمي نوماند په توګه ټاکل کېږي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې په پنځمه نېټه د ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن ترمنځ ترسره کېږي.

ټرمپ پرون یوه ورځ وروسته تر هغه میلواکي ته وخوځېد چې پنسلوانیا کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال پرې ډزې وشوې او ټپي شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر خپل ټاکنیز سیال ډونالډ ټرمپ شوی برید غندلی او د پېښې د څېړنې لارښونه یې کړې ده.