د هسپانیې د فوټبال ملي ټيم د یکشنبې په شپه د انګلستان د فوټبال ملي ټيم پر وړاندې دوه پر یو بریا خپله کړه.
د هسپانیې لپاره نیکو ویلیمز او مایکل اویارزابل ګولونه ووهل.
د انګلستان یوازینی ګول بیا کول پامر وواهه.
د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولي سیالۍ د جرمني په کوربهتوب د جون له ۱۴مې پيل شوې وې چې پایلوبه یې د برلین په المپیاد لوبغالي کې وشوه.
هسپانیه وتوانېده د اروپا د ملتونو د فوټبال سیالیو په اتلولیو کې ریکارډ ټینګ کړي، ځکه په وروستۍ بریا سره یې د خپلو اتلولیو شمېر څلورو ته ورساوه.