بریتانيا غزه کې د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د اوربند د هڅو خبر ورکړی

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو نوی وزیر ډیویډ لامي به اسرايیلو او فلسطین ته د سفر پر مهال په غزه کې د سمدستي اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره فشار راوړي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، لامي به د اسرايیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري او د غزې د کړکېچ او یرغمل شویو کسانو د سمدستي حل په اړه به خبرې وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په غزه کې مرګ ژوبله او ویجاړۍ د زغملو وړ نه دي او اوس باید دواړه خواوې په سمدستي اوربند سره چې دواړه خواوې یې رعایت کړي پای ته ورسېږي.

د غزې په جګړه کې چې اوس یې لسمه میاشت ده، زرګونه کسان وژل شوي او بشري ناورین دوام لري.

د اکټوبر د اوومې په بریدونو کې د حماس له خوا په اسراییلو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او دغې ډلې شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل کړل.