هسپانوي "کارلوس الکاراز" د ویمبلډون اتلولي وګټله

دا په ویمبلډون کې د الکاراز دویمه اتلولي ده، تېر کال هم هغه د ویمبلدون ټینس لوبې ګټلې وې.

هسپانوي کارلوس الکاراز د نړۍ د ټینس د وتلي لوبغاړي نوواک جوکوویچ په ماتولو د ویمبلډون اتلولي وګټله.

د راپورونو له مخې الکاراز ۲،۷میلیون سترلینګ پونډه یا څه باندې ۳،۴ میلیون ډالره جایزه هم ترلاسه کړه.

ویمبلډون د ټینس له ګرند سلمونو یا تر ټولو معتبرو ټورنمنټونو بلل کېږي چې په لندن کې ترسره کېږي.

الکاراز وتوانېد چې پرون د ویمبلدون په پایلوبه کې صربستانی نوواک جوکوویچ په درېیو سیټونو کې مات کړي.

دا په ویمبلډون کې د الکاراز دویمه اتلولي ده، تېر کال هم هغه د ویمبلدون ټینس لوبې ګټلې وې.

د هغه سیال چې د نړۍ له با تجربه او وتلیو لوبغاړو دی د ویمبلدون د اتلولۍ ریکارډ لري، ځکه هغه اووه واره دا ټورنمنټ ګټلی، خو پرون بخت ورسره یاري ونه کړه او ماته یې وخوړه.