د طالبانو د مشر امر: له دولتي ادارو دې شخصي ګټه نه اخيستل کېږي

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده امر کړی چې له دولتي ادارو او وزارتخانو شخصي استفاده ونه شي.

د اخندزاده د امر په اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی دی.

د طالبانو مشر ویلي، که څوک په دولتي ادارو یا وزارتخانو کې اوسېږي، هغوی دې نورو ځایونو ته انتقال شي.

له دولتي ادارو او وزارتخانو د شخصي استفادې د ممنوعیت په اړه د طالبانو رهبر داسې وخت دا امر کړی چې د ځینو راپورونو پر اساس د طالبانو یو شمېر چارواکي له دولتي امکاناتو ناوړه ګټه پورته کوي.

د طالبانو مشر په کندهار کې اوسېږي او له هغه ځایه د رهبرۍ چارې مخته وړي، خو وزارتخانې او دولتي ادارې عموماً په کابل کې دي.

لا معلومه نه ده چې د طالبانو دا امر څومره تطبیقېږي ځکه مخکې د دویمو ودونو په بندیز سربېره د راپورونو له مخې یو شمېر طالب چارواکو او قومندانانو ځانونو ته دویم ودونه کړي.