سبا د محرم میاشتې لسمه یا د عاشورا ورځ ده.
په دې ورځ عموماً شیعهګان د عزا مراسم او ختمونه نیسي، خو لا معلومه نه ده چې د طالبانو د حکومت له یو ډله محدودیتونو سره به وتوانېږي د تېرو کلونو په څېر خپل مراسم په ازادانه توګه ترسره کړي که څنګه.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، د عامه نظم ځواکونه یې موظف کړي چې د عاشورا د مراسمو لپاره ښه امنیت ونیسي، خو مهمه ده چې خلک په دې برخه کې همکاري وکړي.
د دغه وزارت په بیان کې زیاته شوې، د دغو مذهبي مراسمو د ښه ترسراوي لپاره باید خلک هر ډول شکمنې پېښې او موضوع ګانې امنیتي ارګانو ته راپور کړي.