ډبيلوايف‌پي: افغانستان د اقليمي بدلون له امله شپږم زيانګالی هېواد دی

ارشیف: په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د اقلیمي بدلونو له امله شپږم زیانګالی هېواد دی.

دغه پروګرام د جولای په ۱۴مه په ايکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د اقلیم د بدلون یو لامل د ګلخانه يي ګازونو خورېدل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په شمال کې وروستي مرګوني سېلابونه د اقلیمي بدلونو د ناوړه پایلو یوه بېلګه بللې ده.

د راپورونو له مخې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي چې ډېری قربانیان یې په بغلان ولایت کې دي.