روسي ځواکونو د اوکراین په جنوب ختیځ کې د یوه بل کلي د نیولو ادعا کړې

د جګړو له کبله د دونېڅک یوه ویجاړه شوې ودانۍ

د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین په جنوب ختیځ کې یې یو بل کلی نیولی دی.

د روسیې پوځ نن په یو بیان کې وویل چې د دونېڅک په لوېدیځ کې د موکري یالي سیند پر غاړه اروژایني Urozhayne کلی یې نن د چنګاښ په ۲۴ مه ونیو.

دا په اوکراین کې د روسيې د پوځ د پرمختګ تازه مورد دی.

دا کلی د نژدې ۱۲۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د جګړې په لومړۍ کرښه کې هلته چې اوکرایني ځواکونه د روسیې د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي پروت دی.

اوکراین د روسیې د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.