طالب وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د مس عینک کان او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي

د لوګر د مس عینک کان یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم نوي سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره د مس عینک کان او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.

باختر آژانس چې طالبان یې اداره کوي، راپور ورکوي چې ملاهدایت الله بدري د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د مس عینک کان د عملي چارو د پیل، د آمو د نفتي حوزې د پروژې د چارو او ستونزو د حل او د دواړو هېوادو ترمنځ د کانونو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو لوی مشر د چنګاښ په ۱۶مه نېټه بدري چې د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو په فهرست کې دی، د شهاب الدین دلاور پرځای د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه وګوماره.