امریکايي چارواکو هڅې پیل کړي څو پر ډونالډ ټرمپ د مرګوني برید سبب روښانه کړي

پر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال برید شوی او غوږ یې ټپي شوی دی.

امریکايي چارواکو هڅې پیل کړې دي څو پر مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ د مرګوني برید سبب روښانه کړي.

اوسمهال چارواکو یو ۲۰ کلن ځوان توماس ماتیو کروکس په پنسلوانیا ایالت کې د انتخاباتي کمپاین په غونډه کې پر ټرمپ د برید عامل بللی دی.

کروکس د امنیتي کسانو په ډزو ووژل شو او د یو بل ګډونوال هم د ډزو پر مهال وژل شوی او دوه نور نندارچیان سخت ټپیان دي.

ټرمپ وروسته وویل چې دی په غوږ لګېدلی دی.

له برید وروسته امنیتي کسان د مخکینی ولسمشر پر شاوخوا راټول شول او د پېښې له ځایه یې وایست.

ډونالډ ټرمپ له پېښې وروسته پر خپل ایکس پاڼه ولیکل، دا د منلو وړ خبره نه ده چې په امریکا کې دا ډول پېښې کېږي.

ولسمشر بایډن، امریکايي سیاستوالو او د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو پر ټرمپ برید غندلی دی.