د غزې چارواکي: د اسراییلو حملو کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي

غزه کې یو کس د وژل شوي ماشوم مړی لېږدوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په غزې ښار کې د اسراییل په حملو کې لږترلږه ۱۷ کسان فلسطینیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې دا مرګ‌ژوبله نن سهار وختي په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د څلورو هوايي حملو په نتیجه کې پېښه شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي او فلسطیني روغتیايي چارواکي همداراز وايي چې د اسراییل پوځ له ځمکې او هوا څخه حملو ته زور ورکړی دی.

له دې یوه ورځ مخکې د غزې په هغه سیمه کې چې د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلو په یوه هوايي برید کې لږترلږه نوي کسان ووژل شول.

اسراییل وايي، په دې برید کې یې د حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي د پوځي څانګې مشر محمد ضیف په نښه شو، خو تراوسه د نوموړي مړینه نه ده کره شوې.