طالبانو د بهرنیو وسله‌والو د فعالیت په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور رد کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند وایي، په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو د فعالیت په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد پرون طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون ته وویل، داعش ډله دوی ځپلې او په وینا یې نورې ډلې لکه القاعده او ټي‌ټي‌پي TTP چې په راپور کې یې یادونه شوې په افغانستان کې حضور نه لري.

مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېر د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل شوی دی.

په دې راپور کې په مشخص ډول په افغانستان کې د القاعده، داعش او د تحریک طالبان پاکستان د شتون یادونه شوې ده.