ټرمپ له درملنې وروسته خپل استوګنځي ته ستون شوی؛ ایف‌بي‌آی: مشکوک بریدګر توماس ماتیو کروکس نومېږي

په یوه ویډیو کې چې بېګا خپره شوه ښکاري چې د ټرمپ د سر له ښي اړخ څخه وینې روانې دي.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا په پنسلوانیا ایالت کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال په یوه برید کې ټپي شو.

د قانون د تنفیذ ځواکونو دا برید د هغه د وژنې هڅه بللې ده.

ټرمپ وروسته وویل چې په غوږ لګېدلی دی.

په یوه ویډیو کې چې بېګا خپره شوه ښکاري چې د ټرمپ د سر له ښي اړخ څخه وینې روانې دي.

په پېښه کې د مشکوک بریدګر په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نندارچیان ټپیان دي.

د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې یا ایف‌بي‌آی FBI وروسته وویل مشکوک بریدګر توماس ماتیو کروکس نومېږي، شل کلن دی او د بټلر په نوم هغه ښار ته نژدې اوسي چې دا پېښه په‌کې وشوه.

د راپورونو له مخې پولیسو د پېښې له ځایه هغه وسله موندلې ده چې د امریکا د پوځ M16 ډوله ټوپک ته ورته ده.

ډزې هغه وخت وشوې چې ټرمپ وینا پیلوله.

د ټرمپ درملنه په سیمه‌ییز روغتون کې وشوه او وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو کې دی په داسې حال کې وښودل شو چې د سختو امنیتي تدابیرو په بدرګه په نیوجرسي کې خپل استوګنځي ته ستنېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو او د کاناډا، اوکراین او نورو هېوادونو مشرانو او همداراز امریکايي سیاستوالو دا برید غندلی دی.