طالبان: د افغانستان په ټولو زندانونو کې ۸۸۷۵ کسان بندیان دي

د پلچرخي زندان یوه څنډه

د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون اداره وايي، د افغانستان په ټولو زندانونو کې د بندیانو شمېر نږدې نهو زرو ته رسېږي چې له دې شمېر تر ۵۰۰ زیاتې یې ښځینه دي.

د دې ادارې مشر مولوي محمد یوسف مستري ملي راډیو تلوېزیون ته چې د طالبانو له‌خوا اداره کېږي ویلي، زیات کسان د جنايي قضیو په تړاو بندیان شوي دي.

د مستري په خبره څه باندې ۷۳۱۹ بندیان نارینه، ۵۲۷ یې ښځینه او ۱۰۲۹ کسان ماشومان دي.

د طالبانو چارواکي وايي په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، څه کم ۲۰زره بندیانو ته یا عفوه شوې، یا یې د بند موده کمه کړای شوې ده.

د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو روانه میاشت راپور ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ بهرنیان هم بندیان دي، چې ۱۰ تنه یې ښځینه دي.

د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي چې نږدې ټول قوانین یې ملغی اعلان کړي او د بشري حقونو څارونکو ډلو د محاکمو د بهیر پر شفافیت هم شک څرګند کړی دی.