له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۱۹۵۳ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړل شو

ارشیف: د اسلام قلعه بندر له لارې یو شمېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه افغانستان ته د څه کم دوه زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پرون ۱۹۵۳ افغان کډوال د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، دغه راز د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې یا په خپله خوښه، یا جبري ډول خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له دې جملې ۱۵۶۹ کسان له ایران او پاتې ۳۸۴ کسان له پاکستانه راستانه شوي دي.

د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، خو ورسره ایران هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده.