د اسراییلو د استخباراتو مشر د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د خبرو بل پړاو کې برخه اخلي

د اسراییل د بهرنیو استخباراتو د ادارې یا موساد مشر ډېوېډ برنیا

د اسراییل د بهرنیو استخباراتو د ادارې یا موساد مشر ډېوېډ برنیا په پام کې لري چې په راروانو ورځو کې د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي چې هلته د حماس له منګولو د نورو یرغمل شویو د خلاصون په اړه د خبرو په بل پړاو کې برخه واخلي.

د اسراییل د کان په نامه راډیو پرون شنبه دا خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د اسراییل هاریځ ورځپاڼې راپور ورکړی، داسې ښکاري، د حماس د پوځي څانګې د مشر محمد ضیف د وژنې له هڅې سره سره دغه غیرمستقیمې خبرې لغوه شوې نه دي.

د قطر تر څنګ مصر او د امریکا متحد ایالتونه د دغو مذاکرو چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون په باب دي، منځګړیتوب کوي.

دا خبرې داسې وخت کېږي چې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه وویل چې د غزې په جنوب کې د اسراییل په تازه حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته ورسېد.

مخکې دغه شمېر ۷۱ ښوول شوی و.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، دی لا بشپړ یقیني نه دی چې د حماس د پوځي څانګې مشر محمد ضیف او د حماس بل قوماندان رافع سلامه دې په دغو حملو کې وژل شوي وي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.