زیلینسکي او د ایرلینډ صدراعظم لیدنه؛ پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو یې خبرې کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون د ایرلینډ له صدراعظم سایمن هاریس سره په کتنه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو خبرې وکړې.

دا کتنه داسې وخت وشوه چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د تازه حملو له کبله لږ تر لږه ۱۱ ملکیان ووژل شول.

زیلینسکي پرون په واشنګټن کې د جولای له ۹مې تر ۱۱مې د ناټو له سرمشریزې له ستنېدو وروسته مخکې تر دې چې اوکراین ته لاړ شي په ایرلینډ کې تم شو.

د ناټو په سرمشریزه کې د دغه پوځي تړون متحدانو له اوکراین سره د نورو پوځي همکاریو ژمنه وکړه.