د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د تېزو بادونو او باران ورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د بارن ورېدلو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه په ۲۲ ولایتونو کې د تېزو بادونو او باران وړاندوینه کړې ده.

دغې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ننني بارانونه به په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی او میدان وردک ولایتونو کې وشي.

د سالنګونو په ګډون یادو شویو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې ښودل شوې ده.

دغې ادارې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً تيزو بادونو وړاندوېنه هم کړې چې دوړې او لوخړې به ورسره وي او سرعت یې ساعت کې ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې یاد شوی دی.