د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې فزیکي سزاوې، وژنې، نیونې او شکنجې پای ته ورسوي

د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي کړي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې پرون شنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، نړۍ د افغانستان وضعیت ګوري او په وینا یې طالبان باید د فزیکي سزاوو په ګډون صحرايي وژنې، خپلسره نیونې او شکنجه پای ته ورسوي.

دې سازمان له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د تعلیم حقونه هم باید ورکړل شي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښونځي بند کړل او وروسته یې بیا د هغوی پوهنتونونه وروتړل او په بېلابېلو ټولنیزو چارو کې یې د ښځو په ګډون بندیزونه ولګول.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار په دې اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي، خو د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې د ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي دي.