د طالبانو اړوند یوه رسنۍ: په کابل کې د داعش یوه شبکه نیول شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو اړوند یوې رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې د داعش د خراسان څانګې یوه شبکه په کابل کې نیول شوې ده.

دغې رسنۍ پرون ماښام د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د داعش د نیول شوې ډلې مسوول یو افغان دی چې په بلوچستان کې داعش ډلې ته جذب شوی و.

د راپور له مخې د داعش پر دغو کسانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې عملیات شوي چې پر مهال یې له یوه پټنځایه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

خبر کې راغلي چې یادې ډلې غوښتل د محرم د مراسمو پر مهال بریدونه ترسره کړي.

خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډيو هم په خپلواک ډول دغه خبر تایید یا ردولی نه شي.