د پاکستان قضا عمران خان او د هغه مېرمنې ته د غیرقانوني واده په قضیه کې برائت ورکړ

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان قضا نن پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمنې ته د غیرقانوني واده په قضیه کې برائت ورکړ.

عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي په فبروري میاشت کې وروسته له هغه په ۷ کاله بند محکوم شول چې محکمې بشرا بي بي له خپل پخواني مېړه څخه تر طلاق وروسته د عدت د شرعي مودې په نه بشپړولو مجرمه وپېژندله.

دا دعوه د نوموړې پخواني مېړه محکمې ته وړاندې کړې وه.