عراق د ترکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو ښه کېدو په هدف د خبرو کوربه‌توب اعلان وکړ

د عراق بیرغ

عراق نن شنبه اعلان وکړ چې په پام کې لري د ترکیې او سوریې ترمنځ د اړیکو ښه کېدو په هدف د خبرو کوربه‌توب وکړي.

له څه باندې یوې لسیزې د ګاونډیو هېوادونو ترکیې او سوریې ترمنځ اړیکې ترینګلې دي، په ځانګړي ډول په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې د ولسي پاڅون تر پیل وروسته.

ترکیه د اپوزیسیون د هغو وسله‌والو ملاتړ کوي چې غواړي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم نسکور کړي.

ترکیې له دیارلسو کلونو راهیسې په سوریه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین ویلي، چې هېواد یې د ترکیې او سوریې ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اقدامات پیل کړی دي.

د عراق د دولتي اژانس (INA) د خبر له مخې ښاغلي حسین دغه څرګندونې د امریکا په متحدو ایالتونو کې کړې دي.